UNESCO
په دې کورس کې به تاسو دا زدکړئ چې څرنګه په خپل کور او کلي کې د خپلو ماشومانو او کورنۍ نورو غړو لپاره د ورځني ژوند او عنعناتو له لارې د زده کړې چاپېرال او فرصتونه رامنځته کړئ. تاسو به دلیک لوست زدکړې یو لړ فعالیتونه زده او ترسره کړئ او له دې لارې به خپل ماشومان او د کورنۍ نور غړي وهڅوئ چې لیک لوست زده کړې او نورو مهارتونو ته وده ورکړي او په دې ترڅ کې د کورنۍ غړو ترمنځ مثبتې اړیکۍ جوړې کړي. د بېلګې په توګه، د کیسې ویل او لوستل، ترانې ویل او لوستل ، شعرونه ویل او لوستل ،محلي لوبې ترسره کول او داسې نور عنعنات چې ستاسو په ټولنه کې مجاز وي.